په اروزګان کې ۶۰ افغان اورپکي او ۱۱ امنیتي پرسونل ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- چارواکو وویل، په اروزګان ولایت کې جګړې لږ تر لږه ۶۰ تنه اورپکي او ۱۱ تنه امنیتي پرسونل ووژل.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د ولایت د امنیې قوماندانۍ سرپرست برید جنرال رحمت الله صدیقي پنجشنبه /د جنوري ۲۶مه/ وویل، د ترینکوټ په لمنو کې په تصفیوي عملیاتو کې لږ تر لږه ۶۰ تنه طالبان ووژل شول.

هغه وویل، په مړو یاغیانو کې یو شمېر بهرني جنګیالي او کلیدي طالب قوماندانان شامل ول.

هغه تایید کړه چې ۷ عسکر او ۴ پولیس افسران هم ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500