سړې هوا ۲۷ افغان ماشومان ووژل

ای اېف پي

کابل -- ای اېف پي پنجشنبه /د جنوري ۲۶مه/ د چارواکو له قوله راپور ورکړ چې سختو واورو او سړې هوا ۲۷ تنه افغان ماشومان په یوه شمالي ولسوالۍ کې ووژل، او وېره شته چې دغه شمېر زیات شي. د ټولو ماشومانو عمرونه له ۵ کالو نه کم ول.

د جوزجان ولایت درزاب ولسوالۍ ته تللې لارې د ۵۰ سانتي متره واورې په واسطه بندې شوې دي.

د ولسوالۍ ولسوال رحمت الله حاشر ای اېف پي ته وویل، ماشومان په تېرو دوه یا درې ورځو کې مړه شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500