داعش په ننګرهار کې ۵ یرغمل شوي کسان خوشي کړل

د سټاف راپور

ننګرهار-- د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي یکشنبه /د جنوري ۲۹ مه/ پژواک خبري اژانس ته وویل، داعش په ننګرهار ولایت کې ۵ یرغمل نیول شوي کسان خوشي کړل.

خوګیاڼي وویل، دغه ۵ تنه د هغو لسګونو ملکیانو له ډلې څخه ول چې داعش څو میاشتې مخکې په پچیراګام ولسوالۍ کې تښتولي ول، او زیاته یې کړه چې حکومت د یرغمل نیول شویو کسانو د خوشي کولو لپاره هېڅ معامله نه ده کړې.

د پچیراګام یوه قومي مشر عزت الله وویل، له ۴۰ تنو څخه ډېر ملکیان لا تر اوسه پورې له داعش سره بندیان دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500