د زابل په چاودنه کې د ۲۰ وژل شویو کسانو په ډله کې د طالبانو غټ مشر هم وژل شوی دی

د سټاف راپور

کابل -- چارواکو وویل،‌ د طالبانو د یوه قوماندان په شمول له ۲۰ نه ډېر اورپکي په زابل ولایت کې په یوه چاودنه کې ووژل شول.‌

د خامه پرېس د دوشنبې/ د جنوري ۳۰مه/ د یوه راپور له مخې،‌ اورپکي چې یو شمېر بهرنیان هم په کې شامل ول،‌ هغه وخت ووژل شول چې یو بم چې هغوی جوړاوه یکشنبه / د جنوري ۳۰مه/ په ارغنداب ولسوالۍ کې وچاودید.‌

د کورنیو چارو وزارت دوشنبه /د جنوري ۳۰ مه/ وویل،‌ له دې نه جلا، امنیتي ځواکونو په کندوز ولایت کې په جلا جلا حملو کې د طالبانو دوه مشران ونیول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500