کندهار -- خامه پریس چارشنبه / د فبروري ۱/ راپور ورکړ چې امنیتي ځواکونو سې شنبه / د جنوري ۳۱ مه/ په کندهار ولایت کې لږ تر لږه ۵ تنه اورپکي ووژل او یوه عراده چې په چاودونکو توکو سمبال وه یې ویجاړه کړه.
د کندهار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني وویل چې ځمکنیو او هوایي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو په اساس په میوند ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړل، او زیاته یې کړه چې چاودونکې وسیله د دې لپاره ځای پرځای شوې وه چې په کندهار ښار کې حکومتي تاسیسات پرې په نښه کړي.