د هلمند په نښتو کې ۳۲ افغان اورپکي ووژل شول

د سټاف راپور

لښکرګاه،‌ افغانستان -- چارواکو وویل، چارشنبه/ د فبروري ۱/ د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې له سرتیرو سره د جګړې په درییمه ورځ اورپکو ته سخت تلفات ور واوښتل.‌

پژواک خبري اژانس راپور ورکړ،‌ په هغې جګړه کې چې دوشنبه / د جنوري ۳۰ مه/ پیل شوه او اورپکو په سنګین کې په بیلابیلو پوستو باندې بریدونه پیل کړل لږ تر لږه ۳۲ تنه اورپکي او ۳ تنه امنیتي پرسونل ووژل شول.‌

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو یوه ویاند ډګروال محمد رسول ځاځي وویل، عسکرو د هوایي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د اورپکو ۵ پټنځایونه ویجاړ او ۳۰ ځمکني ماینونه خنثی کړل.

پژواک خبري اژانس راپور ورکړ چې د افغان حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله سه شنبه / د جنوري ۳۱مه/ لښکرګاه ته لاړ او په هلمند کې یې امنیتي حالت وارزاوه.‌

د طلوع نیوز د راپور له مخې،‌ عبدالله محلي اوسیدونکیو ته اطمینان ورکړ چې لښکرګاه به سقوط ونه کړي او عسکر به د هلمند ولایت نورې برخې هم له اورپکو نه پاکې کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500