طالبانو په بدخشان ولایت کې امیدوارې ښځې، نجلۍ ووژلې

د سټاف راپور

بدخشان، افغانستان -- خامه پریس پنجشنبه / د فبروري ۲ مه/ راپور ورکړ چې د راپورونو په اساس، طالبانو تیره اونۍ په بدخشان ولایت کې په بېلابیلو پېښو کې یوه امیدواره ښځه او یوه نجلۍ ووژلې.

د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن وویل، اورپکو امیدواره ښځه سه شنبه /د جنوري ۳۱ مه/ د هغې د پلار په کور کې ووژله. د خامه پرېس د راپور له مخې، ښایي چې دا د «غیرت په نامه وژنه» وي.

ولایتي ادارې په یوه خبرپاڼه کې وویل، اورپکو چارشنبه /د فبروري ۱/ په خمبیل یفتل کلي کې یوه نجلۍ د هغې د کورنۍ په مخکې هغه وخت په ډزو وویشتله چې د هغې کورنۍ له هغې سره د طالبانو د یوه مشر د واده غوښتنه رد کړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500