پکتیکا، افغانستان -- خامه پرېس شنبه /د فبروري ۴مه/ راپور ورکړ چې نامعلومو بریدګرو د پکتیکا ولایت په یوسف خیل ولسوالۍ کې یو دیني عالم او د هغه میرمن د هغوی په کور کې په ډزو ووژل.
د ولایت د امنیې قوماندان عبدالرؤف مسعود وویل، وژل شوي عالم له هیڅ فرد یا ډلې سره کومه معلومه دښمني نه لرله. هغه د جوړې د هویت په هکله څه ونه ویل.
خامه پرېس زیاته کړه، خو هغه اورپکي غندله او درې کاله مخکې د سولې پروسې سره یوځای شوی وو.