په فراه، لغمان کې ولسوال او ۳ تنه ملکیان ووژل شول

د سټاف راپور

فراه ولایت، افغانستان -- چارواکو تایید کړه چې په هغو څلورو کسانو کې چې په فراه او لغمان ولایتونو کې د اورپکو په حملو کې ووژل شول یو ولسوال هم شامل وو.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، د فراه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند اقبال بهار وویل، یوه له لیرې کنټرولیدونکي د سرک د غاړې بم د دغه ولایت د خاک سفید ولسوالۍ ولسوال عبدالخالق نورزی سه شنبه /د فبروري ۷ مه/ وواژه.

بهار وویل، نورزی له جومات نه کور ته په پښو روان وو چې بم وچاودید. طالبانو د پېښې مسؤلیت پرغاړه واخیست.

خامه پریس راپور ورکړ چې یوې راکټي حملې دوشنبه /د فبروري ۶مه/ د لغمان ولایت د مهترلام په لمنو کې دوه ښځې او یو ماشوم ووژل.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وویل، دغه راکټ چې د راپورونو له مخې د طالبانو له خوا وار شوی وو، د ملکي خلکو په یوه کور ولګید.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500