په کابل کې د کورنیو بې ځایه شویو خلکو په کمپونو کې ۱۲ ماشومان له یخنۍ نه مړه شول

د سټاف راپور

کابل -- طلوع نیوز چارشنبه /د فبروري ۸ مه/ راپور ورکړ، چې تیره اونۍ په کابل کې لږ تر لږه ۱۲ تنه کورني بې ځایه شوي ماشومان د سړو په وروستۍ څپه کې مړه شول.

دغه ماشومان په هغو کمپونو کې اوسیدل چې په کابل کې د کورنیو بې ځایه شویو خلکو لپاره جوړ شوي ول. هغوی له خپلو اصلي ولایتونو څخه د تاوتریخوالي په وجه راتښتېدلي ول.

په کابل کې په لږ تر لږه ۴۰ موقعیتونو کې له ۱۰ زرو څخه ډیر کورني بې ځایه شوي خلک اوسېږي.

د کډوالو او راستنیدونکیو د چارو وزارت ویاند حفیظ میاخیل وویل، که جګړه او تاوتریخوالي ونه درېږي، کیدای شي چې د هغو کورنیو بې ځایه شویو خلکو شمیر چې په کابل کې اوسېږي ډیر شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500