په افغانستان کې د سره صلیب ۶ کارکوونکي ووژل شول

ای اېف پي

کابل -- د سره صلیب نړیوالې خیریه ادارې چارشنبه /د فبروري ۸مه/ وویل چې ۶ کارکوونکي یې د افغانستان په شمال کې ووژل شول او دوه تنه نور لا هم بې درکه دي. دې ادارې د هغو خطرونو په ډېرښت تاکید وکړ چې مرستندوی کارکوونکي ورسره په دغه جګړه ځپلي هیواد کې مخامخ دي.

یادې خیریه ادارې د هغوی د تابعیت له ذکر کولو یا دا چې د دې پېښې تر شا د چا لاس وو، پرته زیاته کړه، چې هغوی په جوزجان کې ووژل شول.

په افغانستان کې مرستندوی کارکوونکي په وروستیو کلونو کې په ډېرېدونکې توګه د اورپکو د تاوتریخوالي د یوې لویې څپې تلفات ګرځیدلي دي.

د ۲۰۱۵ کال په اپریل کې په اروزګان ولایت کې د سیو د چایلډرن موسسې د ۵ افغان کارکوونکیو جسدونه له تښتولو څخه وروسته په داسې حال کې وموندل شول چې په مرمیو سوري سوري شوي ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500