ځانمرګي بمي برید په پکتیا کې ۲ تنه ملکیان ووژل

د سټاف راپور

پکتیا، افغانستان -- ازادۍ راډېو راپور ورکړ، چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر چارشنبه /د فبروري ۸ مه/ د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په دولتي مرکز کې دوه تنه ملکیان ووژل او یو ساتونکی یې ټپي کړ.

د پکتیا د امنیې قوماندان قادرګل ځدراڼ وویل، بمي بریدګر هغه وخت د ولسوالۍ د انګړ په دروازه کې خپل ځان وچاوه چې پولیسو ودانۍ ته له ننوتلو څخه ایسار کړ.

تر اوسه هیڅ اورپکې ډلې د پېښې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500