کابل -- پژواک خبري اژانس راپور ورکړ چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت چارشنبه /د فبروري ۸ مه/ وویل، ترهګریزو حملو له ۲۰۱۵ کال راهیسې د افغانستان د قضا ۸۹ تنه کارمندان وژلي دي.
په دغو مړینو کې وروستۍ اضافه سې شنبه /د فبروري ۷ مه/ هغه وخت وشوه چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر د افغانستان ستره محکمه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل.
یوناما زیاته کړه چې ترهګرو له ۲۰۱۵ کال راهیسې په قضا باندې ۷۴ ځلې حملې کړي، او یاده یې کړه چې قاضیان، څارنوالان او کارمندان په کې وژل شوي دي.
طلوع نیوز راپور ورکړ چې داعش د سترې محکمې د بمي برید مسؤلیت پرغاړه اخیستی دی.