په افغانستان کې ۱۱ طالبان او د داعش مرستندوی ووژل شول

د سټاف راپور

اروزګان، افغانستان -- خامه پریس راپور ورکړ، چې عسکرو د چارشنبې په ورځ /د فبروري ۸ مه/ په اروزګان ولایت کې ۱۱ تنه طالبان ووژل.

د اروزګان ولایت د امنیې قومانان نورزي وویل، عسکرو په ترین کوټ ولسوالۍ کې هوایي او ځمکني عملیات ترسره کړل، او زیاته یې کړه چې هغوی یو شمیر په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې ونیولې.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، په عین حال کې، د ولسمشرۍ ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ /د فبروري ۹مه/ تایید کړه چې افغان او ایتلافي ځواکونو د افغانستان په ختیځ کې د داعش یو اسانتیا برابروونکی قاري منیب په ګډو عملیاتو کې وواژه.

ارګ وویل، قاري منیب ۹ ورځې مخکې ووژل شو، او زیاته یې کړه چې هغه په ننګرهار او کابل کې په ملکي خلکو باندې حمله کې لاس درلود.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500