پلخمري، افغانستان -- پژواک خبري اژانس د جمعې په ورځ /د فبروري ۱۰مه/ راپور ورکړ چې د بغلان د ولایتي شورا یو غړی او د هغه درې ساتونکي د پنجشنبې په ورځ /د فبروري ۹ مه/ په پلخمري کې په ډزو ووژل شول.
د بغلان د پولیسو ویاند ذبیح الله شجاع وویل، وسله والو د حسین خیلو په سیمه کې د عالم جان مجاهد کاروان ته کمین نیولی وو.