په غور کې د ځوانې نجلۍ د سنګسار اصلي مشکوک کس ونیول شو

د سټاف راپور

کابل -- د طلوع نیوز د راپور په اساس، چارواکو د دوشنبې په ورځ /د فبروري ۱۳مه/ تایید کړه چې په ۲۰۱۵ کال کې په غور ولایت کې د یوې ۱۹ کلنې ښځې د سنګسار او وژلو اصلي مشکوک کس مقاماتو ته تسلیم شو.

د غور والي غلام ناصر خاضع وویل، د طالبانو یوه قوماندان مولوي سعیدیار خپل ځان پخپله امنیتي ځواکونو ته وسپاره.

خاضع وویل، سعیدیار له توقیف کیدلو څخه وروسته په روغتون کې بستر کړای شو، او زیاته یې کړه چې سم چې د هغه صحي حالت ښه شي هغه به عدلي مقاماتو ته وسپارل شي.

هغه ښځه د ۲۰۱۵ په نومبر کې هغه وخت تر مرګه په تیږو وویشتل شوه چې له یوه سړي سره وتښتیده. سړی هم د اورپکو له خوا په درو ووهل شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500