کابل -- طلوع نیوز د دوشنبې په ورځ /د فبروري ۱۳مه/ د یوې ترکۍ ورځپاڼې د ادعا په اساس راپور ورکړ چې د حزب اسلامي افغانستان ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په ترکیه کې په روغتون کې داخل کړای شوی دی.
د ترکیې ایدینلیک ورځپاڼې د ترکیې د یوې استخباراتي سرچینې له قوله راپور ورکړ، چې د حکمتیار درملنه د استانبول په یوه روغتون کې روانه ده.
د حکمتیار نوم په وروستیو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له لست څخه وروسته له هغه لیرې کړای شو چې حزب اسلامي افغانستان له افغان حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړ.