د افغانستان لومړني والي د سولې جایزه وګټله

د افغانستان لومړنۍ ښځینه والي د سولې جایزه وګټله

کابل -- طلوع نیوز راپور ورکړ چې د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیالې حبیبې سرابي د یکشنبې په ورځ /د فبروري ۱۲مه/ په تایلنډ کې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام څخه یوه جایزه ترلاسه کړه.

سرابي د این - پیس شبکې د این - پیس سوغات لپاره د ناویلې کیسه کیټګورۍ لاندې د هغې د کار په اساس چې افغانستان ته یې سوله راوړله نومول شوې وه. د این - پیس شبکې وویل، هغې همدارنګه د جنسیت د برابري او د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې پاملرنه ورجلب کړه.

سرابي له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د بامیانو لپاره د افغانستان د لومړنۍ ښځینه والۍ په توګه کار وکړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500