کندوزښار -- چارواکو وویل، داسې راپورونه شته چې طالبانو د حکومت بایومتریک سیستم ته لاسرسی موندلی او د سې شنبې په ورځ /د فبروري ۱۴مه/ یې په کندوز ولایت کې د خان اباد - علي اباد په لویه لاره د مسافرو چاڼ ترسره کړی دی.
د خان اباد ولسوالۍ ولسوال حیات لالا امیري پژواک خبري اژانس ته وویل، اورپکو یو بس چې له تخار ولایت څخه کابل ته روان وو ودرولی او په خپلو موبایلونو کې یې د بایومتریک سیستم په کارولو سره د مسافرو کتنه کړې چې معلومه کړي چې آیا په هغوی کې حکومتي مامورین موجود دي.
امیري وویل، امنیتي ځواکونو ځانونه صحنې ته ور ورسول او اورپکي یې پسې واخیستل.