د ننګرهار په عملیاتو کې د داعش ۱۶ اورپکي ووژل شول، وسلې ونیول شوې

د سټاف راپور

جلال اباد -- طلوع نیوز د چارشنبې په ورځ /د فبروري ۱۵مه/ راپور ورکړ چې امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د «شاهین ۲۵» عملیاتو په ترڅ کې د داعش لږ تر لږه ۱۶ تنه جنګیالي ووژل او د وسلو یوه لویه ذخیره یې ونیوله.

د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، اورپکي د دغه ولایت د کوټ او هسکې مېنې په ولسوالیو کې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې ووژل شول.

خامه پریس د چارشنبې په ورځ /د فبروري ۱۵مه/ د امنیې قوماندانۍ د ویاند حضرت حسین مشرقیوال له قوله راپور ورکړ چې له دې نه جلا، امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په بیسود ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې د وسلو یوه لویه ذخیره، چې ۱۵ په لاس جوړې چاودیدونکې وسیلې په کې موجودې وې، ضبط کړه.

مشرقیوال زیاته کړه، اورپکو پلان درلود چې دغه وسلې په جلال اباد ښار کې د عملیاتو ترسره کولو لپاره انتقال کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500