د ننګرهار په عملیاتو کې د داعش ۳۸ تنه اورپکي ووژل شول

د سټاف راپور

جلال اباد -- خامه پریس راپور ورکړ چې د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د فبروري ۱۵مه/ وویل، امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د «شاهین ۲۵» پوځي عملیاتو په ترڅ کې د داعش لږ تر لږه ۳۸ تنه اورپکي ووژل.

دا عملیات تیره اونۍ په یاد ولایت کې د داعش پر ضد پیل شوي ول.

د کورنیو چارو وزارت وویل، د وروستیو وژنو راپورونه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې له هسکه مینه او کوټ ولسوالیو څخه ورکړل شوي ول.

له دې جلا، خامه پریس د پنجشنبې په ورځ /د فبروري ۱۶مه/ راپور ورکړ چې د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ په یوه بیانیه کې وویل، د داعش یو جیګپوړی استخداموونکی له ۱۱ تنو اورپکو سره یوځای په جلال اباد ښار کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500