په لغمان کې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي د لاسي بم په حمله کې ووژل شول

د سټاف راپور

لغمان، افغانستان -- ازادۍ راډېو د دوشنبې په ورځ /د فبروي ۲۰مه/ راپور ورکړ چې د لغمان ولایت په بادپښ ولسوالۍ کې په یوه کور باندې د لاسي بم په حمله کې د یوې کورنۍ ۱۱غړي ووژل شول.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وویل، نامعلومو وسله والو د یکشنبې په شپه /د فبروري ۱۹مه/ دغه کور ته دوه لاسي بمونه ور وغورځول، او زیاته یې کړه چې په مړو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د کورنۍ درې غړي ټپیان شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500