د دوستم ساتونکي لوی څارنوالۍ ته احضار کړای شول

د سټاف راپور

کابل -- طلوع نیوز راپور ورکړ چې، د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ۷ تنه ساتونکي د چارشنبې په ورځ /د فبروري ۲۲مه/ د دوستم د یوه پخواني سیاسي سیال د شکنجې او جنسي زورونې په تور کې د پوښتنو ګروېږنو لپاره لوی څارنوالۍ ته حاضر شول.

په دغو ساتونکو باندې تور لګیدلی دی چې تیر نومبر یې په جوزجان ولایت کې د احمد اېشچي په تښتونه او زورونه کې لاس درلود.

لوی څارنوالۍ د جنورۍ په ۲۳مه د یادې قضیې په تړاو د دوستم د ۹ تنو ساتونکو د نیونې امر صادر کړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500