تاوتریخوالي په پکتیکا او اروزګان کې ۱۸ کسان ووژل

د سټاف راپور

کابل -- رسنیو د چارشنبې په ورځ /د فبروري ۲۲مه/ راپور ورکړ چې په پکتیکا او اروزګان ولایتونو کې په تاوتریخوالي کې څلور تنه پولیس افسران، څلورتنه ملکیان او ۱۰ تنه اورپکي ووژل شول.

د خامه پریس د راپور په اساس، د پکتیکا ولایت د جاني خیل ولسوالۍ اداري مدیر حاجي نعیم تایید کړه چې یو بم چې په یاده ولسوالۍ کې په یوه موټرسایکل کې نصب شوی وو په یوه مارکیټ کې وچاودید، او څلور تنه ملکیان یې ووژل.

خامه پریس راپور ورکړ چې، هیچا د پېښې مسؤلیت پرغاړه وانه خیست، خو په پکتیکا کې طالبان او حقاني شبکه فعال دي.

د اروزګان ولایت په ترینکوټ کې، د ولایت د امنیې قوماندان برید جنرال غلام فاروق سنګري د چارشنبې په ورځ /د فبروري ۲۲مه/ پژواک خبري اژانس ته وویل، اورپکو د سې شنبې په شپه /د فبروري ۲۱مه/ د پولیسو په پوستو حمله وکړه او څلور تنه پولیس افسران یې ووژل.

سنګري زیاته کړه، امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې ۱۰ تنه اورپکي ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500