امنیتي ځواکونو په غزني کې د لارۍ بم چاودنې مخه ونیوله

د سټاف راپور

کابل -- افغانستان ټایمز راپور ورکړ چې د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د فبروري ۲۲مه/ وویل، امنیتي ځواکونو هغه دوه کسان ووژل چې غوښتل یې ځانمرګي بمي بریدونه ترسره کړي او هڅه یې کوله چې یوه په بمونو سمبال لارۍ د غزني ښار ته ننباسي.

د کورنیو چارو وزارت وویل، په لارۍ کې په سلګونو کیلوګرامه چاودیدونکي مواد موجود ول، او زیاته یې کړه چې امنیتي منسوبینو په منصور کلي کې لارۍ او اورپکي وپیژندل او ډزې یې پرې وکړې. عسکرو دواړه اورپکي ووژل او لارۍ یې له منځه ویوړه.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړه چې، عسکرو د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې ۲۱ د سرک د غاړې بمونه شنډ کړل.

د خامه پریس د چارشنبې د ورځې /د فبروري ۲۲مه/ د راپور له مخې، د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګياڼي وویل، په عین حال کې، عسکرو چې د دغه ولایت په هسکه مینه ولسوالۍ کې یې د شاهین ۲۵ عملیات ترسره کول د داعش ۳۰ غړي ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500