کابل -- خامه پریس د پنجشنبې په ورځ / د فبروري ۲۳مه/ راپور ورکړ چې د افغان حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله د اروپایي پارلمان یوه کتونکي هیئت ته په خبرو کې وویل، له طالبانو سره د سولې او روغې جوړې د خبرو په پروسه کې یو شمیر مثبت پرمختګونه شوي دي.
عبدالله په هیواد کې د ترهګرو ډلو پر ضد د افغان ځواکونو په روان بریالیتوب باندې رڼا واچوله.
د اروپایي پارلمان هیئت افغان حکومت د ریفورمونو یا اصلاحاتو د ترسره کولو له امله وستایه او د سولې او ثبات په برخه کې یې له کابل څخه د خپل ملاتړ اطمینان ورکړ.