افغان ځواکونو په ننګرهار کې د داعش ۱۸ اورپکي ووژل

د سټاف راپور

کابل -- چارواکو وویل، په کندوز او ننګرهار ولایتونو کې په جګړو کې د داعش د ۱۸ غړو په شمول لږ تر لږه ۲۸ تنه اورپکي ووژل شول.

خامه پریس د پنجشنبې په ورځ / د فبروري ۲۳مه/ راپور ورکړ چې د ځایي امنیتي چارواکو په وینا، د داعش غړي، چې ټول بهرني جنګیالي ول، د ننګرهار ولایت په هسکه مینه او نازیان ولسوالیو کې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې ووژل شول.

امنیتي ځواکونو په هسکه مینه کې ۳۱ په لاس جوړې چاودیدونکې وسیلې ونیولې.

د خامه پریس د راپور په اساس، په عین حال کې، د افغان ملي اردو ویاند غلام حضرت کریمي وويل، افغان ځواکونو په کندوز ښار او امام صیب ولسوالۍ کې د چارشنبې په ورځ /د فبروري ۲۲مه/ ۱۰ تنه طالب اورپکي ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500