په ننګرهار کې د داعش له منګولو څخه ۴۲ تنه ملکيان ازاد کړای شول

د سټاف راپور

کابل -- خامه پریس د یکشنبې په ورځ /د فبروري ۲۶مه/ راپور ورکړ چې محلي مقاماتو او امنیتي چارواکو په ننګرهار ولایت کې د داعش له منګولو څخه لږ تر لږه ۴۲ تنه ملکي کسان ازاد کړل.

ملکي کسان څلور میاشتې مخکې په پچیراګام ولسوالۍ کې تښتول شوي ول. د هغوی د ازادولو په هکله نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

د افغانستان ټایمز د یکشنبې ورځې /فبروري ۲۶/ د راپور په اساس، د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ ولسوال محمد ناصر امین وویل، په یاده ولسوالۍ کې، طالبانو د فبرورۍ په ۲۴مه ۵ تنه انجنیران تښتولي ول.

امین وویل، محلي مشران له طالبانو سره په تماس کې دي چې انجنیران راخوشې کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500