د ننګرهار په عملیاتو کې د داعش ۵۵ اورپکي ووژل شول

د سټاف راپور

جلال اباد، افغانستان -- چارواکو وویل چې په ننګرهار ولایت کې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې د ۶ قوماندانانو په ګډون د داعش لږ تر لږه ۵۵ تنه اورپکي ووژل شول.

افغانستان ټایمز د یکشنبې په ورځ /د فبروري ۲۶مه/ د ولایت د مطبوعاتي دفتر له قوله راپور ورکړ چې افغان سرتیرو په هسکې مینې او بټي کوټ ولسوالیو کې د داعش ۴۷ غړي ووژل.

د خامه پریس د معلوماتو په اساس، محلي امنیتي چارواکو وویل، هوایي حملو د شنبې او یکشنبې په ورځو /د فبروري ۲۵مه او ۲۶مه/ په اچین ولسوالۍ کې د داعش ۸ تنه نور اورپکي ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500