په هلمند کې یوه پولیس افسر خپل ۱۱ تنه همکاران ووژل

د سټاف راپور

هلمند،‌ افغانستان -- طلوع نیوز راپور ورکړ چې یوه پولیس په هلمند ولایت کې د دوشنبې په ورځ /د فبروري ۲۷مه/ لږ تر لږه ۱۱ نور افسران ووژل.‌

سرچینو وویل چې کم اصل افسر خپل همکاران په لښکرګاه کې د تلاشۍ په یوه پوسته کې په مرګ وویشتل او بیا له صحنې څخه وتښتید.‌

د طلوع نیوز د راپور په اساس، په عین حال کې د بغلان ولایت د تاله و برفک ولسوالۍ ولسوال تایید کړه چې طالبانو د سې شنبې په ورځ /د فبروري ۲۸مه/ سهار وختي د یادې ولسوالۍ محاصره شروع کړه.‌

هغه وویل، پولیسو په ځوابي جنګ لاس پورې کړ.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500