کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې، په هلمند او ننګرهار ولایتونو کې تاوتریخوالي ۴ تنه افغانان ووژل.
خامه پریس د سې شنبې په ورځ / د فبروري ۲۸مه/ د محلي حکومتي چارواکو له قوله راپور ورکړ چې، د هلمند ولایت د لښکرګاه په لمنو کې یوه د سرک د غاړې بم دوه تنه هغه بندیان چې پولیسو کندهار ولایت ته بوول ووژل.
په چاودنه کې درې تنه پولیس افسران ټپیان شول.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي پژواک خبري اژانس ته وویل چې، د دغه ولایت په بهسود ولسوالۍ کې یوه رکشه چې په بم باندې سمبال وه د سې شنبې په ورځ / د فبروري ۲۸مه/ وچاودیدله او د دوه ماشومانو په ګډون یې لږ تر لږه ۸ تنه افغانان ټپیان کړل.
قومي مشر ملک جان وویل، داسې ښکاریده چې د دې پیښې هدف د ګوشتې ولسوالۍ د امنیې قوماندان وو. د قوماندان په شمول ۴ تنه پولیس افسران په پیښه کې ټپیان شول.
خوګياڼي پژواک خبري اژانس ته وویل، په عین حال کې، وسله والو د سې شنبې په ورځ / د فبروري ۲۸مه/ د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې دوه تنه قومي مشران د ټوپک په ډزو ووژل.