خامه پریس د پنجشنبې په ورځ /د مارچ ۲مه/ راپور ورکړ چې د کابل د چارشنبې د ورځې /د مارچ ۱/ د دوه ځانمرګو بریدونو د مړو شمیر ۲۲ تنو ته پورته شو.
د عامې روغتیا د وزارت په وینا، په مړو کې اکثر کسان ملکیان ول، او زیاته یې کړه چې خواوشا ۱۲۰ تنه ټپیان په روغتونونو کې بستر شول.
ځانمرګو بمي بریدګرو د پولیسو د ۶ مې حوزې په دفتر او د ملي امنیت په یوه څانګه حملې وکړې.