کابل-- چارواکو د چارشنبې په ورځ / د مارچ ۱/ وویل، امنیتي ځواکونو په هلمند او بیلابیلو شمالي ولایتونو کې لږ تر لږه ۵۰ تنه اورپکي ووژل.
افغانستان ټایمز د دفاع وزارت له قوله خبر ورکړ چې، افغان هوایي ځواک د هلمند ولایت په خانشین ولسوالۍ کې حملې وکړې، چې لږ تر لږه ۲۰ تنه اورپکي یې ووژل.
پژواک خبري اژانس د فراه د امنیې قوماندان برید جنرال عبدالمعروف پولاد له قوله راپور ورکړ چې، په فراه ولایت کې د یاغیتوب ضد عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۰ تنه طالب اورپکي ووژل شول.
چارواکو وویل چې ۶ تنه پولیس افسران ووژل شول -- دوه تنه په فراه کې په جګړه کې، دوه تنه په بادغیس ولایت کې په جګړه کې، او دوه تنه نور په فاریاب ولایت کې د یوه ځمکني ماین په واسطه ووژل شول. په بادغیس کې جګړه او په فاریاب کې د سرک د غاړې بمي چاودنه د چارشنبې په ورځ پېښ شول.