افغان ځواکونو تاله وبرفک ولسوالي له طالبانو نه بیرته ونیوله

د سټاف راپور

بغلان ولایت، افغانستان -- خامه پریس د جمعې په ورځ /د مارچ ۳مه/ راپور ورکړ چې افغان ځواکونو د بغلان ولایت د تاله وبرفک ولسوالۍ کنټرول بیرته ترلاسه کړ، او اورپکو ته یې درانه تلفات ور واړول.

د والي ویاند محمود حقمل تایید کړه چې، طالبان د چارشنبې په ورځ /د مارچ ۱/ ولسوالۍ ته ورننوتل، خو عسکرو د جمعې په ورځ سهار د وخته د ولسوالۍ اداري مرکز بیرته ونیو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500