ای ایف پي د پنجشنبې په ورځ / د مارچ ۲مه/ راپور ورکړ چې القاعدې تایید کړه چې د هغوی جیګپوړی مشر المصري، چې باورکیده چې د یادې ډلې دویم نمبر غړی وو، په سوریه کې په یوه هوایي برید کې وژل شوی دی.
په عربي ټاپو وزمه کې د القاعدې د څانګې په شمول د جهادي ګروپ دوه څانګو په یوه خبرپاڼه کې وویل چې، المصري په سوریه کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو.
المصري د القاعدې د مؤسس اسامه بن لادن زوم دی او باور کیږي چې د ایمن الظواهري مرستیال دی.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د دې اونۍ په پيل کې وویل چې المصري د فبروري په ۲۶مه په ادلیب ولایت کې د مستومه په ښار د ایتلاف په برید کې وژل شوی دی.