بغلان ولایت، افغانستان -- خامه پریس د جمعې په ورځ / د مارچ ۳ مه/ په بغلان ولایت کې د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړ چې، افغان سرتیرو د اورپکو له خوا په بلخ ولایت کې د نوروز د را روانې رخصتۍ په ترڅ کې د یو لړ ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو لپاره د هغوی پلان شنډ کړ.
د بغلان ولایت د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې رییس جنرال زمان الدین زمان وویل، د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې ځواکونو د بغلان ولایت په لویه لاره یو شمیر سپکې او درنې وسلې چې بلخ ولایت ته وړل کیدلې ونیولې.
زمان وویل، د څلورو ګرنټ ویشتونکو راکټ لانچرونو او ۳۵ ای کی - ۴۷ په شمول وسلې په یوه لارۍ کې خوندي کړای شوې وې، ا و زیاته یې کړه چې د هغه ځواکونو یو کس هم ورسره ونیو.
هغه زیاته کړه، دغه وسلې بلخ ولایت ته د دې لپاره وړل کیدلې چې د نوروز د میلو په ترڅ کې پرې ترهګریز بریدونه ترسره شي.
په پام کې ده چې نوروز د مارچ په ۲۰ مه راشي.