کندوز -- د رسنیو د راپورونو له مخې، چارواکو وویل، په کندوز او فاریاب ولایتونو کې جګړې ۸ تنه امنیتی منسوبین او ۱۸ تنه اورپکي ووژل.
افغانستان ټایمز د کندوز ولایت د امنیې قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي له قوله راپور ورکړ چې، د یکشنبې په ورځ / د مارچ ۵ مه/ په کندوز ښار کې د تلاشۍ په یوه پوسته د اورپکو په یوه حمله کې ۶ تنه پولیس افسران ووژل شول.
د ازادۍ راډېو د خبر له مخې، د کورنیو چارو وزارت وویل، عسکرو د کندوز ولایت په امام صیب ولسوالۍ کې په یوه جګړه کې ۱۸ تنه اورپکي ووژل.
طلوع نیوز او ازادۍ راډېو راپور ورکړ چې، په فاریاب ولایت کې د المار ولسوالۍ د پولیسو قوماندان او د امنیتي ځواکونو یو محلي قوماندان په جلا جلا پېښو کې ووژل شول. د پولیسو قوماندان د شنبې په ورځ / د مارچ ۴ مه/ د یوه بم په وسیله ووژل شو چې طالبانو یې مسؤلیت پر غاړه واخیست.