په لوګر کې د وژل شویو ۶ طالب اورپکو په ډله کې یو د ښوونځي ښوونکی دی

د سټاف راپور

پل عالم،‌ افغانستان -- یوه چارواکي د یکشنبې په ورځ / د مارچ ۵ مه/ وویل،‌ د ملي امنیت ریاست منسوبینو د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې په یوه وسله واله نښته کې ۵ تنه طالبان او یو د ښوونځي ښوونکی چې د هغوی د چاراساني په توګه یې عمل کاوه ووژل.

ولسوال نصیراحمد امین پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملي امنیت ریاست منسوبینو د ترلاسه کړو معلوماتو په اساس د نجونو د ښوونځي د یوه استاد په کور شنبه / د مارچ ۴ مه/ چاپه واچوله.‌

امین وویل،‌ په وسله واله نښته کې اورپکي او معلم ووژل شول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500