افغان سرتېرو د پارلمان پرغړي حمله شنډه کړه

د سټاف راپور

کابل -- د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، د ملي امنیت ریاست د سې شنبې په ورځ / د مارچ ۷مه/ وویل، افغان امنیتي ادارو دوه تنه مشکوک اورپکي چې غوښتل یې د پارلمان پر یوه غړي حمله وکړي، ونیول، او د هغوی پلان یې ورشنډ کړ.

د ملي امنیت ریاست وویل، مشکوکو کسانو ته امر شوی وو چې په کابل کې د ولسي جرګې پر یوه غړي حمله وکړي، خو د ولسي جرګې د غړي هویت یې ونه ښود.

په عین حال کې، خامه پرېس راپور ورکړ چې، د سې شنبې په ورځ یو افغان په کابل کې د مقناطیسي بم په واسطه ووژل شو.

د شاهدانو په وینا، بم د ملکي خلکو یوه موټر پورې نښلول شوی وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500