غني ۲۹ تنه بندیان خوشې کړل

د سټاف راپور

کابل -- افغانستان ټایمز د چارشنبې په ورځ / د مارچ ۸ مه/ راپور ورکړ چې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې محبسونو د ولسمشر اشرف غني په حکم ۲۹ تنه بندیان خوشې کړل.‌

د یوه محبس مدیر میرحضرت ستانکزي وویل، غني درې میاشتې مخکې د میلاد النبی (ص) په مناسبت د بخښنې فرمان ورکړی وو.‌

د دغو پخوانیو محاکمه شویو کسانو د جرمونو په هکله راپور نه دی ورکول شوی،‌ او نه هم د هغوی د درې میاشتو زیاتې ساتنې دلیل یاد شوی دی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500