کابل -- د خامه پرېس د راپور له مخې، دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ / د مارچ ۹ مه/ وویل، افغان سرتېرو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د جګړو په ترڅ کې د ۴ پاکستانیانو او ۲ ایرانیانو په شمول ۶۴ تنه اورپکي ووژل.
د دفاع وزارت وویل، دغه عملیات د ۲۴ ساعتونو په جریان کې په ۱۲ ولایتونو کې ترسره شول.