د کاپیسا اوسېدونکو ۱۰۰ کیلومتره اوږد سرک په خپل لګښت جوړ کړ

د سټاف راپور

محمود راقي، افغانستان -- د الاسای ولسوال غلام نقشبند ساپي د یکشنبې په ورځ / د مارچ ۱۲مه/ پژواک خبري اژانس ته وویل، د کاپیسا ولایت اوسېدونکو ۱۰۰ کیلومتره اوږد سرک په خپل لګښت جوړ کړ.

د سیمې یوه اوسېدونکي ملک شاغا وویل، د سرک له جوړولو څخه مخکې د ولسوالۍ اوسېدونکو له اسونو او اوښانو څخه کار اخیست. ساپي وویل، د سرک په جوړولو کې محلي خلکو برخه واخیسته. هرې کورنۍ له دغې پروژې سره ۲۰۰۰ افغانۍ مرسته وکړه.

هغه وویل، برخه والو یو خام حلقوي سرک چې جعفرخېل، سلطان خېل او اوکره چي، سیمې د ولسوالۍ بازار سره نښلوي جوړ کړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500