کابل -- چارواکو وویل، افغان سرتېرو هغه مفکر مغز لرونکی او د داعش قوماندان چې د جولای میاشت کې یې په کابل کې بمي برید طرحه کړی وو په ننګرهار ولایت کې وواژه.
د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، د ملي امنیت ریاست د شنبې په ورځ / د مارچ ۱۱مه/ وویل، سرتېرو، چې ګډ عملیات یې ترسره کول، عبدالقیوم د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې وواژه.
د ملي امنیت ریاست د راپور په اساس، قیوم، چې په دوه نورو نومونو هم مشهور دی، په کابل کې یې د داسې یوه بمي برید طرحه جوړه کړې وه چې لږ تر لږه ۸۴ تنه افغانان یې ووژل.
په عین حال کې، خامه پرېس د یکشنبې په ورځ /د مارچ ۱۲مه/ د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړ چې، ۵ تنه طالب اورپکي د اروزګان ولایت په چوره ولسوالۍ کې هغه وخت په خپلو چاودېدونکو توکو ووژل شول چې یو بم یې ښخاوه.