جلال اباد، افغانستان -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ / د مارچ ۱۵مه/ راپور ورکړ چې، د ملي امنیت ریاست د جلال اباد په یوه ښوونځي کې د وسلو، مهماتو او نورو پوځي تجهیزاتو د یوې پټې کړای شوې ذخیرې له نیولو څخه وروسته دوه تنه مشکوک کسان ونیول.
د ملي امنیت ریاست وویل، په وسلو کې ۷ راکټ لانچرونه، یوه درنه ماشینګنه، دوه کلاشینکوفونه او زرګونه مرمۍ شامل ول.
د ملي امنیت ادارې همدارنګه نغدې پیسې، درې ویډیو کمرې او نور مخابراتي وسایل هم وموندل.