کابل -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ / د مارچ ۱۶مه/ راپور ورکړ چې عسکرو په هلمند ولایت کې ۳۶ تنه طالبان ووژل او په سمنګان ولایت کې یې د اورپکو ۲ قوماندانان ونیول.
د دفاع وزارت وویل، ۳۶ تنه طالبان په هوایي بریدونو کې ووژل شول.
د کورنیو چارو وزارت وویل، عسکرو د جندالله یو بم جوړونکی او د طالبانو یو قوماندان په بېلابېلو بریدونو کې په سمنګان ولایت کې ونیول.