افغانستان او پاکستان په ګډه ترهګرۍ ضد پالیسۍ سره یوه خوله شول

د سټاف راپور

لندن -- طلوع نیوز راپور ورکړ چې، افغانستان او پاکستان د پنجشنبې په ورځ / د مارچ ۱۶مه/ سره هوکړه وکړه چې د ترهګرۍ ضد یوه شریکه ستراتیژي جوړه کړي.

دغه د نظریو یووالی د لندن له درې اړخیز ملاقات څخه چې د افغانستان، پاکستان او برتانیا د ملي امنیت سلاکارانو په کې برخه لرله رامنځته شو. ملاقات دوه ورځې روان وو.

د پاکستان د لومړي وزیر میا نوازشریف د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وویل، پاکستان یو باثباته او سوله ییز افغانستان غواړي.

د هغه برتانوي سیال مارک لیل ګرانټ په پاکستان او افغانستان باندې غږ وکړ چې په ګډه د ترهګرۍ پر ضد جګړه وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500