په خوست کې ۳ تنه اورپکي او یو عسکر ووژل شول

د سټاف راپور

خوست، افغانستان -- طلوع نیوز راپور ورکړ چې درې تنه اورپکي او یو عسکر د جمعې په ورځ / د مارچ ۱۷مه/ په خوست ولایت کې په یوه نظامي بېس کې ووژل شول.

د خامه پرېس د راپور په اساس، د افغان ملي اردو ویاند فضل خدا تایید کړه چې یوه کس چې د ځانمرګی بمي برید اراده یې لرله هڅه یې کوله چې د یوه په بمونو سمبال موټر په وسیله یو نظامي بېس په نښه کړي، خو امنیتي ځواکونو هغه هدف ته له رسېدلو څخه مخکې وواژه. د ټوپکو د ډزو په نتیجه کې د موټر بم چاودنه وکړه.

فضل خدا وویل، په شخړه کې درې تنه اورپکي او یو عسکر ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500