امنیتي ځواکونو د هلمند لارې پاکې کړې، او ۱۲۰ اورپکي یې ووژل

د سټاف راپور

هلمند -- طلوع نیوز راپور ورکړ چې، امنیتي ځواکونو د چارشنبې په ورځ / د مارچ ۱۵مه/ د هلمند ولایت د لښکرګاه او نادعلي ولسوالیو تر منځ غزېدلې لارې بیا پرانستې او لږ تر لږه ۱۲۰ تنه اورپکي یې ووژل.

د افغان ملي اردو جنرال عبدالهادي وویل، اورپکو له نژدې شپږو میاشتو راهیسې د دغو سرکونو کنټرول په لاس کې درلود، او زیاته یې کړه چې د هغوی د اېستلو عملیاتو ۹ ورځې دوام وکړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500