سرپل، افغانستان -- د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د سرپل د ولایتي شورا یوه غړي اسدالله خرم وویل، اورپکو د چارشنبې په ورځ / د مارچ ۱۵مه/ د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ کې درې هزاره قومي مشران وویشتل او سرونه یې ترې پرې کړل.
خرم د مړینو پړه په داعش ورواچوله خو د ولایت د امنیې قوماندان دا پېښه طالبانو ته منسوبه کړه.