د افغانستان په عملیاتو کې ۶۳ اورپکي ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې، امنیتي ځواکونو د ۲۴ ساعتونو په دوران کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه ۶۳ تنه اورپکي ووژل.

د طلوع نیوز د دوشنبې د ورځې /د مارچ ۲۰مه/ د راپور په اساس، د کورنیو چارو وزارت وویل چې عسکرو په پنځو ولایتونو کې ۵۳ تنه اورپکي ووژل.

ازادۍ راډېو د پکتیا د والي زلمي ویسا له قوله راپور ورکړ چې، یوه هوایي برید د شنبې په ورځ / د مارچ ۱۸مه/ د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې ۱۰ تنه طالبان ووژل.

خامه پرېس د یکشنبې په ورځ / د مارچ ۱۹مه/ راپور ورکړ چې، عسکرو د افغانستان لپاره د داعش د استخباراتو مشر او یو بل اورپکی د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې ونیول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500